دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 85831
پاکستان وايي، سرحدي ځواکونه یې په افغانستان کې وژل شوي
تاند- د پاکستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د پاکستان ۲۳ سرحدي ځواکونه په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې وژل شوي دي.
پرون طالبانو اعلان وکړ چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د شکنجو او وژنو په غچ کې یې د پاکستان ۲۳ سرحدي ځواکونه، چې په ۲۰۱۰ کې یې نیولي ول، په مومند ایجنسۍ کې وژلي دي.
د پاکستان د دفاع مرستیال وزیر اصف یاسین نن رسنیو ته وویل، د طالبانو دا ادعا نه منم چې وايي د پاکستان سرحدي ځواکونه یې په مومند ایجنسۍ کې وژلي دي.
ده ادعا وکړه چې دا کسان په مومند ایجنسۍ کې نه بلکې په افغانستان کې وژل شوي دي.
له یاسین څخه وپوښتل شول نو ایا اوس د پاکستان پوځ تیار دی چې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي؟ ده وویل:«پوځ هر وخت تیار وي او د اړتیا په وخت به عمل وکړي.»
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccs4q4.2bqp18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته