دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 85833
د پکتیا په ځاځي اریوب کې یوې چاودنې ۳ تنه مړه او ۷نور ټپیان کړل
د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې نن یوولس بجې چاودنه وشوه.
د ځاځي اریوب ولسوال ازاد خان ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې چاودنه کې درې ملکي کسان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
له بلې خوا، د هلمند د ملي امنیت ریاست وايي چې؛ په مرکز لښکرګاه کې یې په یو شمېر سیمو کې یې درې کسان نیولې چې غوښتل په انتخاباتي کمپاینونو انتحاري حملې وکړي.
د ملي امنیت ریاست نن خبریالانو ته وویل چې؛ له دغو کسانو څخه یو موټر چې انفجاري مواد په کې ځای شوي و؛ د انتحاري حملو څو واسکټونه او څلور موټرسایکلونه نیول شوي دي.
چارواکي وايي چې، له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات کیږي.
پخوا ترې د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل کې هم څلور کسان چې غوښتل یې انتخاباتي کمپاینونه ګډوډ کړي، نیولي وو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcexv8v.jh8nxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته