د ښځو چارو وزارت وايي، د افغانستان د جزايي اجراآتو د قانون په مسوده کې د تعدیلاتو د راوستو هڅه کوي.
دې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې؛ دا هڅې یې د ښځو د حقونو د مدافع بنسټونو او مدني ټولنو په همکارۍ پیل کړې دي.
بیان زیاتوي چې د افغانستان د کابینې په وروستۍ غونډه کې یې د دې مسودې د ۲۶ مادې د څلورمې فقرې د تعدیل وړاندیز کړی.
په دې قانون کې چې ولسي جرګې مخکې تصویب کړی، ولسمشر حامدکرزي د تعدیل راوستو امر وکړ.
د جزایي اجراآتو د قانون د مسودې ۲۶ ماده چې د کورني تشدد د قربانیانو د کورنیو غړو ته په محکمه کې د شهادت ورکولو اجازه نه ورکوي په یوه لانجمنه موضوع اوښتې ده.
د عفوې نړیوال سازمان د دې تعدیلاتو هرکلی کړی.