کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوکراین حکومت د مخالفانو یو لړ غوښتنې عملي کوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 حوت 1392 ساعت 12:15


د اوکراین جمهور رییس او پارلمان سلا شول چې؛ په هېواد کې د سیاسي بحران د ختمولو په مقصد به د مخالفانو یو لړ غوښتنې عملي کوي.
د اوکراین پارلمان د جمعې په ورځ رایې ورکړې؛ ترڅو له زندان څخه د مخالفې سیاسي مشرې یولیا تیموشینکو د خلاصولو لپاره لار هواره شي. پارلمان دغه راز د ۲۰۰۴م کال اساسي قانون د اعاده کولو، د مخالفو مظاهره کوونکو د نه تعیب یا بندي کېدو او د کورنیو چارو د وزیر په لرې کولو رایې ورکړي.
جمهور ريیس یانوکوویچ او مخالفو مشرانو په جلا ډول یو تړون لاسلیک کړ چې؛ له مخې به یې د جمهوري ریاست لپاره مخکې له وخته انتخابات ترسره او د ملي اتحاد حکومت جوړ شي.
اروپایي اتحادیه او د امریکا متحده ایالات چې د اوکراین د حکومت د مخالفانو ملاتړ کوي، د دې اقداماتو هر کلی یې کړي او د جدي عملي کېدو غږ یې کړی دی.
روسیه چې د حکومت ملاتړ کړي، په اوکراین کې د نورو بهرنیو لاس وهنو خبرداری یې ورکړی او په اساسي قانون کې د هر ډول تعدیل په اړه په ټولپوښتني یا ریفرنډم ټینګار کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، مسکو اوکراین ته د مرستو دوام ته چمتو دی.
دا پرمختګونه په داسې حال کي شوي چې؛ د اوکراین په مرکز کییف ښار کې په څو تېرو ورځو کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ نښتو او شخړو کې شاوخوا اتیا کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان شول.


د مطلب کود: 86127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86127/د-اوکراین-حکومت-مخالفانو-یو-لړ-غوښتنې-عملي-کوي

آوا
  https://www.avapress.com