دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 86527
اوباما پینتاګون ته وویل چې له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پلان جوړ کړي
تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما پینتاګون ته امر وکړ چې له افغانستان سره د امنیتي موافقې د نه لاسلیکېدو په صورت کې د کال تر پایه له دې هیواده د ټولو امریکايی پوځیانو د ایستلو لپاره پلان جوړ کړي.
د امریکايی رسنیو د راپور له مخې اوباما پرون /سې شنبه/ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره پر پلانونو خبرې وکړې.
کرزي تراوسه پوري د امنیتي موافقې له لاسلیکولو سره مخالفت کړی دی.
سپینه ماڼۍ د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له ټېلفوني خبرو وروسته وویل، اوباما د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته وویل چې دې ته تیار دی چې سږ کال وروسته احتمالاً د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو پسې دا موافقه نهايي شي.
اوباما ولسمشر کرزي ته وویل، که موافقه سږ کال وروسته لاسلیک شي، امریکا ممکن لږ شمېر پوځیان په افغانستان کې وساتي.
سپینې ماڼۍ وویل، اوباما د افغانستان له ولسمشر سره په خبرو کې د دې پخلی وکړ چې امریکايی پوځیان د افغانانو په مشرۍ په خپل وخت، باوري او مناسبو انتخاباتو ملاتړ کوي او ژمنه کوي چې د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ به ونه کړي.
اوباما حامد کرزي ته همداراز وویل، څرنګه چې داسي ښکاري چې امنیتي موافقه نه لاسلیکوي، امریکا پر نورو پلانونو کار کوي.
ده په عین حال کې وویل، هر څومره چې د امنیتي موافقې لاسلیک ځنډېږي په هماغه اندازه دا احتمال زیاتېږي چې له ۲۰۱۴ وروسته امریکا لږ پوځیان پرېږدي او لېوالتیا یې د ځواکونو له پرېښودلو سره کمه شي.
اوباما او کرزی په وروستیو کې له یو بل سره ډېرې لږې خبرې کوي خو د افغانستان ولسمشر ته د اوباما نننی ټېلفون د کرزي له لوري د امنیتي موافقې د نه لاسلیکېدو له درکه د متحدو ایالتونو د نهیلۍ ښودنه کوي.
اوباما یوه ورځ وروسته له دې د افغانستان ولسمشر ته د امنیتي موافقې په اړه ټېلفون وکړ چې د کانګریس د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس بک مک کیون په یوه اوږده وینا کې د افغانستان په اړه د اوباما پالیسي وغندله.
نوموړي وویل چې اوباما د افغانستان د جګړې په اړه یوازې څو خبرې کړي او امریکایان یې له هغو پرمختګونو نه دي خبر کړي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په وجه شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfetdc.w6dv0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته