دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 86574
د ایشیا کپ په سیالیو کې سبا افغان او د پاکستان کرکټ ټیمونه سیالي کوي
د اسیایي هېوادونو د کرکټ یا ایشیا کپ سیالیو کې ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا ته له پاکستان سره لوبه وکړي.
دغه سیالۍ پرون پیل شوې چې؛ په کې سریلانکا پاکستان ته ماتې ورکړه او نن هند له بنګله دیش سره سیالي کوي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک آزادي راډیو ته وویل؛ چې د سبا ورځې لوبو لپاره یې پوره چمتوالی نیولی دی:
د آسیایي هېوادونو د کرکټ جام سیالیو کې پنځه هېوادونه افغانستان؛ پاکستان، هند، سریلانکا او بنګله دیش برخه لري.
افغانستان به دغه راز په یادو سیالیو کې له بنګله دیش؛ سریلانکا او هند سره په ترتیب لوبې وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkmn6.23n-qdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته