کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کاپيسا په درنامې کې د دوو قومندانانو ترمنځ د نښتو له کبله عام خلک شکايت لري

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 حوت 1392 ساعت 13:20


د کاپيسا ولايت په يوه دره کې د دوو قومندانانو ترمنځ د نښتو له کبله عام خلک شکايت لري.
د کاپيسا د (دُرنامې) د سيمې خلک شکايت کوي چې د دغو قومندانانو د جګړې له کبله د دوي ژوند له کړاوونو سره مخامخ شوي دي.
د دوي په وينا د قومندان ضابط وکيل او ګل نظيم ترمنځ اوږدې جګړې له خلکو ارام ژوند اخيستي دي.
له سيمې د ازادۍ راډيو د خبريال له راپور سره سم، خلک وايي چې د دغو دوو قومندانانو ترمنځ د جګړې له کبله خلک ناروغان روغتون ته نه شي بېولي او ښوونځي يې هم بند دي.
د کاپيسا والي محراب الدين صافي ازادي راډيو ته وويل چې د جګړې د مخنيوي لپاره يې ډېرې هڅې کړي خو جګړه مارو د سپين ږيرو او منځګړو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دي ويلي.


د مطلب کود: 86599

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86599/د-کاپيسا-په-درنامې-کې-دوو-قومندانانو-ترمنځ-نښتو-له-کبله-عام-خلک-شکايت-لري

آوا
  https://www.avapress.com