دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 86717
وردګ: تر دوو کلونو پورې به کافي مسلکي ښوونکي ولرو
په داسې حال کې چې د هیواد په سطحه د مسلکي ښوونکو کمښت یوه جدي ستونزه ده؛ خو د پوهنې وزارت ډاډ ورکوي چې، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به دغه ستونزه له منځه ولاړه شي.
د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په کابل کې د ښونکو پوست ته د داوطبو کسانو د آزموینې پر مهال وکړې.
ښاغلي وردګ وویل، له دې سره به د هېواد د معارف نظام او ښوونیز بهیر هم پیاوړی شي:
"زموږ د معارف کیفیت به له دې سره ښه شي، انشالله تر ۲۰۱۵ کال پورې به د معارف په چوکاټ کې هیڅ داسې ښوونکی نه وي چې؛ له څوارلسو کلونو کمې زده کړې یې کړې وي؛ تاسوه ته په ډاډ سره وایم چې زموږ معارف به باکیفیته کیږي، له دې نننۍ آزموینې سره به زمونږ د ښونې کیفیت هم یو څه مناسب شي."
پوهنې وزارت د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې له ۳۱ زره داوطلبانو څخه آزموینه واخیسته او ویې ویل چې، له دې ډلې څخه به څه باندې یوولس زره ښوونکي په نوي تعلیمي کال کې ښونځیو ته جذب کړي.
د پوهنې وزارت او اداري اصلاحاتو کمیسیون چاروکو ژمنه وکړه چې؛ په دې آزموینه کې به هغو کسانو ته فرصت ورکول کیږي چې؛ لیاقت او وړتیا لري.
د آزموینې ګډونوالو هم ازادي راډیو ته وویل، چې د نتایجو پرمهال باید لیاقت ته وکتل شي نه پیژندګلوۍ او واسطې ته.
د آزموینې دوو ګډونوالو مینې او سیداجان له اړوندو چارواکو دا غوښتنه هم وکړه چې د کامیابیدو په صورت کې باید عملآ د کار زمینه ورته برابره کړي:
"۱- زمونږ یوازنۍ هیله داده چې پروسه باید شفافه اوسي، کله چې مونږ کامیابیږو باید مونږ یوې ناحیې ته معرفي کړي، ځکه اکثره شکایت هم دادی چې یو څوک د کامیابیدو په صورت کې یوې ناحیې ته مراجعه کوي، هغوی وایي مونږ کمبود نه لرو.
۲- زما خواست له وزارت نه داده چې باید واسطه بازۍ له منځه ولاړه شي، هرڅوک باید د لیاقت په اساس خپل منصب ته ورسیږي."
د ۳۱ فیصده میرمنو په ګډون دا مهال په ټول هیواد کې څه باندې دوه لکه ښوونکي په تدریس بوخت دي.
د پوهنې وزارت چارواکي وایي، په تیرو شپږ کلونو کې یې په ټول هیواد کې شپږ نیم زره ښوونځي هم جوړ کړي.
د پوهنې وزارت له دې هڅو سره سره اوس هم د هیواد د پنځوس فیصده ښوونځیو زده کوونکي تر خیمو لاندې یا په کرایي کورونو کې زده کړې کوي.
د هیواد په ځینو برخو کې د ناامنیو له امله تراوسه شااوخوا څلور سوه ښونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
څیړونکي وایي، که حکومت د تعلیمي بهیر پیاوړتیا ته ښې زمینې برابرې کړي او ځوانانو ته فرصتونه ورکړي، هیواد به له اوسنیو ناخوالو وژغورل شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcguu97.ak93q4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته