دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۰۶:۳۰
د مطلب کود : 86720
د افغانستان او بنګله دېش لپاره خورا مهمه مسابقه
تاند- افغانستان او بنګله دېش نن په اسیايي کپ کې له یو بل سره مخامخ کېږي. دا سیالي په دې تورنمنټ کې د دواړو هیوادونو د ټیمونو د بقا لپاره مهمه ده.
بنګله دېش وايي چې په دې مسابقه کې د دوی درې تکړه لوبغاړي په مختلفو علتونو برخه نه شي اخیستلی. د هغوی په منځ کې یو هم مشرف مرتضي دی چې پر ځای به یې یو بل تکړه لوبغاړی سیف السلام د افغانستان په وړاندې د بنګله دېش په لوبډله کې ولوبېږي.
بنګالي لوبغاړي وايي چې دوی د افغانستان له سپینر لوبغاړو لکه همزه هوتک، میرویس اشرف او سمیع الله شینواري څخه اندېښنه لري.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي ټیم کوچ کبیر خان وايي:«زموږ ټول لوبغاړي ډېر تږي دي چې یوه یا دوې لوبې وګټي، دوی پوهېږي چې دا به پر لوبډلې څومره اغېز ولري. که موږ یوه یا دوې لوبې وګټو د ځوانانو راتلونکې او د افغانستان د کرکټ راتلونکي لس کلونه به بدل کړي.»
کبیر خان له پاکستان سره د افغان لوبغاړو مسابقې ته په اشارې وویل:«فکر کوم نورو ټیمونو به، چې له موږ سره مخامخ کېږي او پخوا یې موږ ته په څه سترګه نه کتل، زموږ په اړه له سره فکر کړی وي. دوی به یقیناً زموږ په بالینګ او بالرانو غور کړی وي. موږ دلته د دې لپاره نه یوو راغلي چې اسیايي کپ وګټو خو د دې لپاره یقیناً راغلي یوو چې یوه یا دوې لوبې وګټو.»
کبیر خان خبریالانو ته همداراز وویل چې افغانستان د حمید حسن په شان تېز بالران هم لري چې تراوسه پوري یې په روان تورنمنټ کې میدان ته نه دی راایستلی او که یې هغه رامیدان ته کړ د افغان لوبغاړو په اړه به د خلکو حیرانتیا نوره هم زیاته شي.
دا په داسي حال کې ده چې له پاکستان سره په سیالۍ کې د حمید حسن پر نشتوالي ځیني افغانان اعتراض لري او غواړي چې وپوهېږي نوموړي ته ولي موقع ورنه کړای شوه.
کبیر خان، چې د جمعې په ورځ له خبریالانو سره ږغېده، وویل:«که موږ غواړو چې د دې ټورنمنټ بل پړاو ته لاړ شو باید بنګله دېش ته ماتې ورکړو. موږ باید بنګله دېش ته ماتې ورکړو ځکه چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې هم له بنګله دېش سره مخامخ کېږو.»
له پاکستان څخه ماتې د افغانستان د کرکټ پر مسوولانو، په تېره بیا کوچ یا روزونکي باندې نیوکې پارولي دي.
که څه هم ټول دا مني چې که عمر اکمل په ۲۸ منډو کې سوخېدلی وای او د هغه توپ نیول شوی وای، ښايي پاکستان مسابقه نه وای ګټلې خو ځیني انتقاد کوونکي همزه هوتک او میرویس اشرف ته د لوبې په وروستیو اورونو کې (باولینګ) د وخت نه ورکول او د بیټنګ په لړ کې اصغر ستانکزي ته د تېزې لوبې د کولو په اړه خبر نه ورکول هم د افغانستان د ماتې په عواملو کې شامل بولي.
https://avapress.com/vdcaw0na.49niu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته