دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 86809
په هرات ولایت کې ۵ تنه د دولت وسله وال مخالفین(طالبان) د ملی امنیتی ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شول
په هرات ولایت کې ۵ تنه د دولت وسله وال مخالفین(طالبان) د ملی امنیتی ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شول.
د ملي پولیسو ، ملی پوځ او ملی امنیت ځواکونو ګډو چاڼیزو عملیاتو په پایله کې چې د هرات ولایت د اوبی ولسوالۍ په اړوند سیمې کې ترسره کړل، ۵ تنه د دولت وسله وال مخالفین(طالبان) ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی .
دغه عملیات چې تېره ورځ د یادو ځواکونو له لورې د اوبی ولسوالۍ اړوند سیمې د دولت وسله والو مخالفینو څخه د پاکوالي په موخه ترسره شوي وو او ملي امنیتی ځواکونو ته په کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د وژل شوو وسله وال طالبان څخه یو اندازه مهمات او ۵ عرادې موټر سایکلونه هم د ملي امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلې دي او ځایي ولسي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی .
https://avapress.com/vdci3vav.t1aqu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته