دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 86842
په کابل او جلال آباد کې د افغان کرکټ ټیم د بریا په مناسبت هوایي ډزو ۶ کسان ټپيان کړل
د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره شپه په کابل او جلال آباد ښارونو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د بریا په مناسبت هوایي ډزو کې شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې راغلي؛ چې که وروسته تر دې خلک د خوښیو د لمانځلو پر مهال ډزې وکړي؛ نو جدي چلند به ورسره و شي.
وروسته تر دې چې پرون د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بنګله دیش ته د ۳۲ منډو په توپير ماتې ورکړه؛ یو شمېر خلک په کابل او جلال آباد ښارونو کې سړکونو ته را ووتل او هوایي ډزې یې وکړې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf0cdc.w6dvjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته