کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قاسمیار: د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د اوربند د اعلان هرکلى کوو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 حوت 1392 ساعت 20:09


د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د يومياشتني اوربند د اعلان هرکلى وکړ.
د دې شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسمعيل قاسميار ازادۍ راډيو ته وويل، هر ډول اوربند د سولې مذاکرو ته لار اواروي:
د سولې عالي شورا تمه وښوده چې يوه ورځ به افغان طالبان هم له خپل حکومت سره د سولې مذاکرو ته کښېني او له جګړې به لاس واخلي.
که څه هم افغان حکومت نه دى توانېدلى له خپلو طالبانو سره د سولې مستقيمې خبرې وکړي؛ خو تېره اوونۍ د سولې عالي شورا يوه هيات په دوبۍ کې د طالبانو له ځينو پخوانيو او اوسنيو مشرانو سره خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا هغه وخت وويل چې؛ دغه خبرې له ”هيلو ډکې“ وې.


د مطلب کود: 86846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86846/قاسمیار-د-پاکستاني-طالبانو-او-حکومت-ترمنځ-اوربند-اعلان-هرکلى-کوو

آوا
  https://www.avapress.com