دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۰۹
د مطلب کود : 86846
قاسمیار: د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د اوربند د اعلان هرکلى کوو
د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د يومياشتني اوربند د اعلان هرکلى وکړ.
د دې شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسمعيل قاسميار ازادۍ راډيو ته وويل، هر ډول اوربند د سولې مذاکرو ته لار اواروي:
د سولې عالي شورا تمه وښوده چې يوه ورځ به افغان طالبان هم له خپل حکومت سره د سولې مذاکرو ته کښېني او له جګړې به لاس واخلي.
که څه هم افغان حکومت نه دى توانېدلى له خپلو طالبانو سره د سولې مستقيمې خبرې وکړي؛ خو تېره اوونۍ د سولې عالي شورا يوه هيات په دوبۍ کې د طالبانو له ځينو پخوانيو او اوسنيو مشرانو سره خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا هغه وخت وويل چې؛ دغه خبرې له ”هيلو ډکې“ وې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjmoeo.uqemxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته