دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 86964
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې رسمآ پيل شوې
د ولایتي شوراګانو د څه باندې دوه نیم زرو کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه چې یوه میاشت به دوام کوي پیل شول.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې کاندیدان باید په خپلو انتخاباتي مبارزو کې ټول قوانین په پام کې ونیسي.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له هغو کاندیدانو چې تحصیلي اسناد یې ستونزې لري او یا یې قانوني عمرنه وي پوره کړی غوښتي چې کمپاین دې نه کوي.
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه په رسمي ډول د تیرې شپې له دولسو بجو پیل شول.
په کابل ښار کې له نن سهاره په دیوالونو او لویو بیلبورډونو او ان د برېښنا پر پایو د کاندیدانو عسکونه او د هغوی شعارونه او تبلیغاتي پاڼې لیدل کیږي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولایتي شوراګانو له ټولو کاندیدانو په مرکز کابل او ولایتونو کې غوښتي چې باید خپل انتخاباتي مبارزې د قانون په چوکاټ کې پرمخ بوځي.
د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل ازادي راډیو ته وویل، چې کاندیدان د نورو اصولو ترڅنګ باید د ښارونو پاک ساتلو ته هم د خپلو کمپاینونو پر مهال ډیر پام وکړي:
″کومې لایحې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا تصویب شوي، په مشخص ډول په کې یادونه شوي چې باید ښار پاک وساتل شي او هر ځای کې چې انتخاباتي کمپاین کې خلک ونه ځورول شي.
دوی باید د ټولو قوانینو ترڅنګ په کابل او ولایتونو کې له ښاروالیو سره پوره هماهنګي او همکاري ولري او د ښار پاک ساتل هرو مرو په پام کې ونیسي.″
په افغانستان کې شاوخوا دوه زره اوه سوه کسان ولایتي شوراګانو ته ولاړ دي چې سلګونه یې ښځې دي.
په ځینو ولایتونو کې هغه ښځې چې ولایتي شوراګانو ته یې ځانونه کاندید کړي شکایت کوي چې؛ د امنیتي او ځینو نورو ستونزو له امله ممکن ونه شي کړای چې خپل انتخاباتي کمپاینونه په سم ډول پرمخ بوځي.
خود کورنیو چارو وزارت وایي، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې به امنیتي ځواکونه د جمهوري ریاست د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو ترڅنګ د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو امنیت هم ټینګ کړي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دوی په دې اړه پوره تیاری لري:
″د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو د امنیت ساتنه د پولیسو یوه کاري برخه ده چې باید امنیت یې ونیول شي.
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه نن پیل شول او هر هغه څه چې د پولیسو په توان کې وي د هغوی د امنیت ساتنې لپاره به یې ترسره کړي.″
د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې یوه میاشت مخکې پیل شوي او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو کمپاینونه سرله ننه پیل شول، چې د انتخاباتو له ورځې به اته څلویښت ساعته مخکې پای ته ورسیږي.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسیني پرون د ولایتي شوراګانو ټولو هغو کاندیدانو ته چې تحصیلي اسناد یې ستونزې لري او یا هم عمرونه یې له پنځه ویشتو کلونو څخه کم دي خبرداری ورکړ چې کمپاین دې نه کوي.
ده وویل، چې د دوی د اسنادو څیړل دوام لري او که ستونزه په کې پیدا شي هرو مرو به د کاندیدانوله نهایی لست څخه و ایستل شي.
تیره ورځ هم دې کمیسیون د نوي تنو له ډلې څخه پنځه تنه چې اسناد یې نیمګړي وو د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له نهایي لست نه لیرې کړل او څه باندې څلویښت تنه یې له مخکې نه له دې لست نه ایستلي وو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcayona.49nii1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته