دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 86966
افغانستان او ترکمنستان د یوې ټرانزیټي لارې د پلان پر عملي کېدو کار کوي
افغانستان او ترکمنستان منلې ده چې؛ د یو ګډ کمیسون له لارې به د هغې ټرانزیټي لارې د پلان پر عملي کېدو کار کوي چې؛ افغانستان د ترکمنستان اذربایجان او ګرجستان له لارې له تور سمندرګي سره وصلوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر وايي؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني چې دامهال په یو رسمي سفر په عشق اباد کې دی؛ په دې اړه یې د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره خبرې کړي.
د بهرنیو چارو د وزارت د خبر پاڼې په وینا؛ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د دې ټرانزیټي لارې په اړه د افغانستان وړاندیز تایید کړی او منلې یې ده چې، د افغانستان سره به په یو مشترک کمیسون کې د دې وړاندیز پر عملي کېدو کار وکړي.
که چېرې د افغانستان د وړاندیز عملي شي؛ نو دا هیواد به وکولی شي چې؛ د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې د تور سمندرګي ټرانزیټي دهلیز ته لاره ومومي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دواړو خواوو ترمنځ د دوشنبې د ورځې په خبرو کې د ترکمنستان له لارې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د ټرانزیټي لارې د رامنځ ته کولو، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د انرژۍ په انتقال او له ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لارې د ګازو د پایپ لاین د غځولو پر پروژې هم خبرې شوې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcceoq4.2bqee8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته