دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 86969
طالبانو د ګوشتې ۱۵ قومي مشران خوشي کړل
تاند- د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې یرغملګرو د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران خوشي کړي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدلزي رسنیو ته نن وویل، د هغو ۴۳ تنو قومي مشرانو له منځه، چې پنځه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو تښتولي ول، پنځلس تنه خوشي شوي دي.
ویل کېږي چې لا هم له طالبانو سره شاوخوا پنخه ویشت قومي مشران یرغمل دي.
طالبانو دا کسان په دې خاطر تښتولي چې د هغوی زامن یا خپلوان د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې کار کوي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې دوی ته څرګنده نه ده چې طالبانو دا قومي مشران چیري تښتولي خو خیني خلک وايي چې لالپورې ولسوالۍ ته بېول شوي دي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون مومند وايي چې د ګوشتې قومي مشران ډیورند کرښې ته نژدې د «رینه او پرچاو» سیمې ته بېول شوي دي.
وسله والو طالبانو د قومي مشرانو د تښتولو په لومړۍ ورځ یو تن وواژه خو د نورو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.
د ولسي جرګې یو غړی فریدون مومند وايي چې تښتونکي د طالبانو د جنود خراسان د ډلې غړي دي. د مومند په وینا دا ډله له افغان او پاکستاني طالبانو جوړه ده او شاوخوا دوې میاشتې کېږي چې په افغانستان کې یې فعالیت پیل کړی دی.
د طالبانو دوو رسمي ویندویانو تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو دا چې په دې پېښه کې لاس لرل یې رد کړي نه دي داسي ښکاري چې دا کار د دوی په سلا شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf11dc.w6dvvaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته