کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیقي: د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو امنیت ته به پوره پام کیږي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 13 حوت 1392 ساعت 19:50


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې؛ د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو امنیت ته به پوره پام کیږي.
د دي وزارت ویاند صدیق صدیقي له ټولو کاندیدانو غواړي چې د کمپاینونو پرمهال له امنیتی ځواکونو سره بشپړه هماهنګي وکړي.
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین نن رسماً پیل شو چې د حمل تر ۱۳ به دوام کوي.
په عین حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له کاندیدانو غوښتي چې د کمپاین پرمهال د انتخاباتي مبارزو اصول په پام کې وساتي.
د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته شاوخوا دوه زره او اوه سوه کسانو ځانونه کاندید کړي دي.


د مطلب کود: 87002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87002/صدیقي-د-ولایتي-شوراګانو-کاندیدانو-امنیت-ته-پوره-پام-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com