کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د ۲۰۱۵ په بودیجه کې ۷۹ میلیارډه ډالر په افغانستان کې د خپل پوځ لګښت ته بیلې کړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 حوت 1392 ساعت 15:05


د امریکا دفاع وزارت د دوه زره پنځلسم کال په بودیجه کې نهه اویا میلیارډه ډالر په افغانستان کې د خپل پوځ لګښت ته بیلې کړې دي.
د امریکا دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې دا بودیجه ثابته نه ده ځکه چې تر اوسه معلومه نه ده چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي که نه شي.
امریکا غواړي، چې له افغانستان سره د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي او د دې تړون له مخې شاوخوا لس زره پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې او د مشکوکو تروریستانو د ځپلو لپاره په افغانستان کې وساتي. خو تر اوسه افغان ولسمشرحامد کرزي دا تړون نه دی لاسلیک کړی.
امریکایي چارواکي وایي، که چیرته دا سند لاسلیک نه شي امریکا به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.


د مطلب کود: 87045

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87045/امریکا-د-۲۰۱۵-په-بودیجه-کې-۷۹-میلیارډه-ډالر-افغانستان-خپل-پوځ-لګښت-ته-بیلې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com