کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښځو چارو وزارت په بغلان کې د یو سړي له خوا د خپلې ښځې د خولې پرې کول غندي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 حوت 1392 ساعت 19:05


د ښځو چارو وزارت په بغلان کې د یو سړي له خوا د خپلې ښځې د خولې پرې کول غندي.
د دې وزارت د رسنیو څانګې مسوولین له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي څو د دې پيښې عاملینو ته د قانون له مخې سزا ورکړي.
د بغلان د امنیه قوماندانی ویاند احمد جاوید بشارت آزادي راډیو ته وویل، چې په بغلان کې یوه سړي د خپلې درویشت کلنې میرمنې چې مژګان نومېده او پنځه ماشومان یې هم درلودل خوله په چاقو پرې کړې ده.
بشارت وایي چې د مژګان خاوند د پولیسو لخوا نیول شوې دې.


د مطلب کود: 87067

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87067/د-ښځو-چارو-وزارت-په-بغلان-کې-یو-سړي-له-خوا-خپلې-ښځې-خولې-پرې-کول-غندي

آوا
  https://www.avapress.com