کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوسامه بن لادن د زوم محاکمه په نیویارک کې پیل شوه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 15 حوت 1392 ساعت 13:32


د اوسامه بن لادن د زوم محاکمه په نیویارک کې پیل شوه. ابوغیث پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له حملو وروسته د امریکایانو د وژلو لپاره د دسیسې جوړولو پرځان لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي.
د امریکا د لویې څارنوالۍ مرستیال نیکولاس لیوین قضایي هیت ته وویل، چې ابوغیث له حملې وروسته د بن لادن په ښي اړخ کې ناست و او هغه ورته وویل، چې نړۍ ته د القاعده وژونکی حکم اعلان کړي.
د ابوغیث مدافع وکیل د منهاتن محکمې ته وویل، چې د امریکا حکومت په دې اړه هیڅ شواهد نه لري چې د ده موکل دې د امریکایانو پرضد له دسیسې خبروي.
ابوغیث تیرکال ترکیې امریکا ته وسپاره.
هغه چې د کویټ تبعه دی، د بن لادن له مشرې لور فاطمې سره یې واده کړی دی.


د مطلب کود: 87111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87111/د-اوسامه-بن-لادن-زوم-محاکمه-په-نیویارک-کې-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com