کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه د راتلونکو انتخاباتو لپاره افغانستان ته خپل څارونکي رالېږي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 17 حوت 1392 ساعت 16:32


اروپایي اتحادیه وایي، د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د څارنې لپاره څارونکې استوي.
د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کترین آشتڼ په یوه بیان کې ویلي؛ د څارونکو د پنځلس کسېزې ډلې مشرې به په اروپایي پارلمان کي د هالنډ هېواد استازی تییس برمان Thijs Berman کوي.
کترین وایي، په افغانستان کې دا انتخابات د دې هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ډیموکراټیک ډول د قدرت د انتقال لپاره لار هواروي.
د اروپایي اتحادیي مشري دغه راز ویلي، افغانستان ته د دې اتحادیې څارونکي به د انتخاباتو د اعتبار او د امکان تر حده شفافیت ډاډ حاصل کړي.


د مطلب کود: 87240

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87240/اروپايي-ټولنه-د-راتلونکو-انتخاباتو-لپاره-افغانستان-ته-خپل-څارونکي-رالېږي

آوا
  https://www.avapress.com