دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 87240
اروپايي ټولنه د راتلونکو انتخاباتو لپاره افغانستان ته خپل څارونکي رالېږي
اروپایي اتحادیه وایي، د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د څارنې لپاره څارونکې استوي.
د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کترین آشتڼ په یوه بیان کې ویلي؛ د څارونکو د پنځلس کسېزې ډلې مشرې به په اروپایي پارلمان کي د هالنډ هېواد استازی تییس برمان Thijs Berman کوي.
کترین وایي، په افغانستان کې دا انتخابات د دې هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ډیموکراټیک ډول د قدرت د انتقال لپاره لار هواروي.
د اروپایي اتحادیي مشري دغه راز ویلي، افغانستان ته د دې اتحادیې څارونکي به د انتخاباتو د اعتبار او د امکان تر حده شفافیت ډاډ حاصل کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciurav.t1ay526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته