دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 87460
ټیفا د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون نیوکه وکړه
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون انتقاد کوي او وایي، له یوې اونۍ راهیسې د ولایتي شوراګانو کمپاینونه پیل شوي؛ خو دغه کمیسیون لا تر اوسه د هغو څلور سوه کاندیدانو په اړه پریکړه نه ده کړې چې؛ په تعلیمي اسنادو کې یې ستونزې وې.
د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په همدې اړه اندیښنه وښوده او ویې ویل چې، ښایې د دغو کاندیدانو په اړه د پرېکړې ځنډول د فساد زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د تېرې چهارشنبه په ورځ ویلي وو چې؛ د دغو څلور سوه کاندیدانو د اسنادو په اړه یې ارزونې پیل کړي دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې؛ که د دغو کاندیدانو په تعلیمي اسنادو کې نیمګړتیاوې ثابتې شي؛ نو دوی به د کاندیدانو له لسته باسي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccx0q4.2bqme8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته