کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان پوځي پوهنتون د مارشال فهیم په نوم شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 حوت 1392 ساعت 17:48


تاند- د افغانستان کابینې پرېکړه وکړه چې د هیواد پوځي پوهنتون د مارشال قسیم فهیم پوهنتون ونوموي.
محمد قسیم فهیم د یکشنبې په ورځ د زړده د سکتې په اثر ومړ او نن د کابل په بادام باغ سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وویل، کابینې پرون د ولسمشر کرزي په مشرۍ په غونډه کې وپتېیله چې د فهیم د خدمتونو د درنښت لپاره د افغانستان دفاعي پوهنتون د محمد قسیم فهیم په نوم کړي.
حامد کرزي نن د قسیم فهیم د جنازې د لمانځه له ادا کېدو وروسته وویل چې قسیم فهیم یو ریښتونی، زړه سواند، مسلمان، ژمن، خدمتګار او د ملي وحدت طرفدار شخصیت و.
کرزي همداراز وویل چې فهیم تل په افغانستان کې د سولې او امنیت پر پیاوړتیا تاکید کاوه.
د مارشال قسیم فهیم د تدفین په مراسمو کې ولسمشر کرزی، د ده دوهم مرستیال کریم خلیلي او د مارشال فهیم زرګونو خواخوږو برخه اخیستې وه.


د مطلب کود: 87533

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87533/د-افغانستان-پوځي-پوهنتون-مارشال-فهیم-په-نوم-شو

آوا
  https://www.avapress.com