دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 87535
د مارشال فهیم جسد د کابل په بادام باغ غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو
د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د جنازې مراسم په ارګ کې ادا او د هغه جسد د کابل په بادام باغ غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي د جنازې په مراسمو کې ولسمشر حامد کرزي، د جمهوري ریاست ځینو کاندیدانو، یو شمېر کورني او بهرني چارواکو او خلکو ګډون کړی و.
افغان ولسمشر حامد کرزي د جنازې له مراسمو وروسته په خپلو لنډو خبرو کې مارشال فهیم لوي شخصیت یاد کړ:
″د هېواد لوی شخصیت و، که پسرلی راته او که منی، د افغانستان ملي ګتې او د هېواد خیر ورته مهم و، خاورو ته د سپارلو لپاره یې وړو، ولې خاطرې به یې تل زموږ په زړونو کې وي.″
مارشال محمد قسیم فهیم د 56 کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله د یکشنبې په ورځ په کابل کې وفات شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfttdc.w6demaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته