دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 87554
د مالیزیا د هوايي شرکت په الوتکه کې یو ۱۹کلن ایرانی پناه غوښتونکی هم و
د مالیزیا د پولیسو مشر نن ″سه شنبه ″ وویل یو له هغو دوو کسانو څخه چې د جعلي پاسپورټونو په کارولو د مالیزیا د هوايي شرکت په الوتکه کې سپاره شوې وه، یو یې نولس کلن ایرانی پناه غوښتونکی دی. دا الوتکه تیره اونۍ له الوتنې لږ وروسته نادرکه شوه.
تان سري خالد تان سري په کولالمپور کې خبریالانو ته نن وویل، باور دی چې دې سړي غوښتل جرمني ته ځان ورسوي او ګومان نه کوي چې دا به د کومې تروریستي ډلې غړی اوسي.
د بل هغه کس د هویت په اړه چې په غلا شوي پاسپورټ یې سفر کاوه لا هم څیړنې روانې دي.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي، چې له تیرو درې ورځو راهیسیي په دې نادرکه شوې الوتکۍ پسې چې دوه سوه نهه دیرش کسان په کې سپاره وو لا هم پراخ لټون روان دي.
د لسو هېوادونو نژدې سل کښتۍ او او الوتکۍ په اسیا، ارام سمندر او د چین په جنوبي سمندرګې کې د دې ورکې مالیزیايي الوتکۍ په لټه بوختې دي.
چارواکو د دوشنبې په ورځ د لټول شویو سیمو لټون بیا تر سره کړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtn97.ak9un4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته