دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 87597
پاکستاني طالبانو پر مشرف د حملې د ارادې ادعا رد کړه
تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک پرون/ سې شنبه/ په مومند ایجنسۍ کې اعلان وکړ چې د اوربند اعلان رعایتوي او دا خبرونه ناسم دي چې دوی د پخواني دیکتاتور دولتمشر پروېز مشرف د وژلو پلان لري.
د طالبانو تحریک دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې القاعده او پاکستاني طالبان غواړي چې پروېز مشرف محکمې ته د تګ په لاره کې ووژني.
خو د پاکستاني طالبانو تحریک وویل چې په دې اړه خپاره شوي معلومات ناسم او بې اساسه دي.
په مومند ایجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو ویندوی عمر خراساني رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د سیاسي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره دې د طالبانو د اسلامي تحریک د نوم له کارولو ډډه وشي .
ده همداراز ویلي، هماغه راز چې خلک خبر دي د پاکستان د طالبانو تحریک له حکومت سره د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی دی او دوی پر خپلې ژمنې ولاړ دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هیواد ولسمشر، صدراعظم او دفاع وزیر ته په یوه لیک کې ویلي و چې امنیتي او استخباراتي ادارې وېره لري، ترهګر ښايي پر پروېز مشرف هغسي حمله وکړي چې د پنجاب په پخواني ګورنر یې کړې وه.
د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر په ۲۰۱۱ میلادي کال په اسلام اباد کې د خپل ساتونکي له لوري وویشتل شو.
په لیک کې ویل شوي چې ممکن پر مشرف د بدرګه کوونکو ساتونکو یا د سړک د غاړې د بمي چاودنې په وسیله برید وشي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5k0j.yt05n6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته