دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 87599
په بامیانو کې د بودا د مجسمو د ورانېدو ۱۳مه کلیزه لمانځل کیږي
په بامیان کې د طالبانو له خوا د بودا د دوو سترو مجسمو د ورانولو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت نن په دغه ولایت کې یوه غونډه جوړیږي.
له بامیان څخه د آزادی راډيو خبریال وایې، په دې مراسمو کې له کابل او بامیان څخه د مدني ټولنو لسګونه فعالین برخه اخلي؛ څو د طالبانو دا اقدام و غندي.
په دې اړه به د عکسونو د نندارتون تر څنګ؛ د شعرونو او سیمه ییزې موسیقۍ غونډې هم جوړي شي.
د بودا دوې مجسمې په دوه زره او لومړي میلادي کال د مارچ په یوولسمه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ړنګې شوې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1tdc.w6de1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته