دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 87634
"امریکا هیڅ قانوني مجبوریت نه لري چې له افغانستانه خپل عسکر وباسي"
اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس په یوه نوي رپوټ کې وايي چې؛ د امریکايي چارواکو د مکررو ادعاو خلاف؛ امریکا هیڅ قانوني مجبوریت نه لري چې؛ له افغانستانه خپل عسکر وباسي.
ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی چې؛ که افغانستان دوه اړخیز امنیتي تړون ورسره لاسلیک نه کړي؛ د روان کال تر پایه به له دې هېواده خپل ټول عسکر وباسي.
رپوټ وايي، افغانستان او امریکا د سپټمبر د یوولسمې تر حملې وروسته د ځواکونو د قانوني وضعیت (Status-of-Forces) موافقه لاسلیک کړه.
دا موافقه په ځانګړي وخت پورې نه ده محدوده او پر اساس یې افغانستان ته لږترلږه ۳۳۶۰۰ استول شوي امریکايي عسکر په دې هېواد کې قانوني وضعیت لري.
د امریکا حکومت د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره داسې موافقې لاسلیک کړي او د نورو ځایونو په څېر په افغانستان کې میشتو امریکايي عسکرو ته هم د افغاني قوانینو پر اساس له مجازاتو مصونیت ورکوي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه وکیل مانویل سوپر ویل چې؛ په ټوله نړۍ کې یې د امریکا د حکومت د داسې موافقو پر جزیاتو کار کړی؛ اسوشیېټډ پرس ته ویلي:
"د ځواکونو د قانوني وضعیت دا موافقه [SOFA] تر هغو اعتبار لري چې؛ د افغانستان یا امریکا حکومت یې لغو کړي."
دې امریکايي قانونپوه د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر جزیاتو هم کار کړی دی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوي قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ به نن د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه د امریکا کانګرس ته معلومات ورکړي.
امریکايي چارواکي په خصوصي بحثونو کې دا مني چې؛ داسې کوم قانوي دلیل نشته چې که دوه اړخیز امنیتي تړون د ډسمبر تر میاشتې چې نړیوال پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیږي؛ لاسلیک نه شي، جمهور رییس بارک اوباما له افغانستانه د خپلو عسکروا یستلو ته مجبور کړي.
اسوشیېټډ پرس لیکي، که څه هم د امریکا حکومت نه غواړي چې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي؛ خو امریکايي مقامات په زغرده هڅه کوي چې؛ مساله پر افغان لوري ورواچوي.
د جمهور رییس اوباما اداره په مکرر ډول پر کابل غږ کوي چې؛ امنیتي تړون ورسره لاسلیک کړي، که نه دوی به د ټولو عسکرو ایستلو ته مجبور شي.
د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکارې سوزان رایس د نومبر په میاشت کې جمهور رییس حامد کرزي ته دا پیغام ورساوه چې؛ که دوه اړخیز امنیتي تړون ژر تر ژره لاسلیک نه شي؛ امریکا به له دې پرته چې د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو پلان جوړ کړي؛ بله چاره ونه لري.
تېره میاشت د امریکا د ګډو ځواکونو لوی قوماندان جنرال مارټین ډیمپسي خبریالانو ته وویل چې؛ امریکا په راتلونکې کې هم له افغانستان سره همکارۍ ته تعهد لري.
خو ډیمپسي ټينګار وکړ چې، امریکا نه شي کولای چې خپل عسکر له هغه مصونیت پرته په افغانستان کې خدمت ته مجبور کړي چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ په امنیتي تړون کې مطرح شوی دی.
خو د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې یوه پخواني چارواکي داود یعقوب اسوشیېټډ پرس اژانس ته ویلي چې؛ د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه موجودې اندیښنې کوم قانوني اړخ نه لري.
د داود یعقوب په وینا، د امریکا او افغانستان ترمنځ د پوځونو د قانوني وضعیت موافقه [SOFA] پر خپل ځای ده او امریکايي عسکرو ته قانوني مصونیت ورکوي:
"زما په فکر دا خبره سمه نه ده چې؛ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره قانوني دلیل او مصونیت نه لري. هغه خلک چې دا خبرې کوي ښايي په سیاسي مسایلو کې را ګیر وي او په قوانینو سر نه خلاصوي."
د امریکا او کابل ترمنځ د ځواکونو د قانوني وضعیت په اړه موافقه هم د دوه اړخیز امنیتي تړون په څير امریکايي عسکرو ته دا مصوونیت ورکوي چې؛ که چیرې په افغانستان په کوم جرم لاس پورې کوي؛ د افغانستان د قوانینو له مخې محاکمه نه شي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قانوني وضعیت په اړه شوې موافقه تر ۲۰۲۴میلادي کاله پر ځای ده او تر هغې وروسته یوازې د دواړه حکومتونو د موافقې پر اساس لغوه کیدای شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfjvdc.w6demaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته