دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 87647
جاپان په افغانستان کې له ښځو سره د تشدد د کمولو لپاره ۲ میلیونه ډالره مرسته کوي
جاپان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د خشونت د کمولو لپاره د ملګرو ملتو، له وجهي صندوق سره د څه باندې دوه میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.
د ملګرو ملتو د وګړو وجهي صندوق (یو. اېن. اېف. پي. اې) وایي‎؛ دا پروژه به په دوو کلونو کې د هېواد په اوه ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د خشونت د کمولو په برخه کې عملي شي.
په دې اوه ولایتونو کې غور، بادغیس، هرات، فراه، جوزجان، فاریاب او بلخ شامل دي.
د دې صندوق استازي ویلفرډ واچان د جاپان د دوه اعشاریه دوه میلیونو ډالرو د مرستې د تړون د لاسلیک کولو پرمهال وویل؛ په دې مرستې به هغه پروژه پلی شي چې هدف یې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د پولیسو او ځینو حقوقي ارګانونو د منسوبینو د ظرفیتونو لوړول دي.
ښاغلی واچان د چهارشنبې په ورځ تمه وښوده چې؛ دا مرستې به ښه او لازمه نتیجه ورکړي:
"نور حقوقي کارکوونکي لکه قاضیان، څارنوالان، وکیلان، د وزارتونو او غیردولتي سازمانونو منسوبین به د دې پروژې په فعالیتونو کې شامل وي؛ څو د ښځو پروړاندې له خشونت سره مبارزه وشي.
همدارنګه به د خشونت پر وړاندې د عامه پوهاي پروګرامونه هم پرمخ لاړ شي."
مسوولینو وویل، د پولیسو او یوشمېر حقوقي ارګانونو د منسوبینو د ظرفیتونو د لوړولو پروګرام به د دوه زره څوارلسم میلادی کال د اپریل په میاشت کې پیل او دوه کاله به دوام وکړي.
د دې سازمان چارواکو دا هم وویل؛ په تېرو دوو کلونو کې یې ورته پروګرام د هېواد په اته ولایتونو کې پلی کړي دي چې؛ ښه نتیجه یې ورکړې ده.
په افغانستان کې د جاپان د سفارت سر کونسل مایو ماییدا وویل؛ تراوسه په دې هېواد کې د ښځو پروړاندې د خشونت د منع کولو قانون په لازمه توګه عملي شوی نه دی.
ده وویل، جاپان به د ښځو پر وړاندې د خشونت د مخنیوي په خاطر نورې دا ډول مرستې هم وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د جندر او د ماشومانو او بشري حقونو د څانګې رییسې جنرال حکمت شاهي رسولي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډیروالي له امله اندیښنه څرګنده کړه.
دې وویل، پولیسو او یوشمېر حقوقي ارګانونو ته د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه روزنه ورکول؛ د ښځو پرضد د خشونت د کمولو لپاره ډېر مهم دي:
"د یوې اوونۍ اوه څلویښت کورسونه، په مرکز او ولایتونو کې د کورنیو چارووزارت د منسوبینو لپاره دایر شوي چې؛ په کې د پولیسو د رویې، اخلاقو او کړنو په هکله معلومات ورکول کیږي.
د دې پروګرامونو مواد د پولیسواکاډمې په تعلیمي نصاب کې هم ورزیات شوي دي."
د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرکال کې د دوی له خوا د ښځو پروړاندې د خشونت شپږ سوه اتیا قضیې ثبت شوي چې؛ پنځه سوه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته لیږلي دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د وروستي راپور له مخې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې څلور نیم زره پیښې ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو د وجهي صندوق مسوولین وايي؛ په دې هېواد کې د ښځو پروړاندې زورزیاتی ژورې ريښې لري او حکومت، رسنیو، دیني عالمانو او نورو مربوطو کورنیو او بهرنیو موسسو ته په کار ده چې؛ پر وړاندې یې پراخه مبارزه وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjameo.uqeaxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته