دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 87682
افغانستان د نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې هالنډ ته ماتې ورکړه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز نړیوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې د
افغانستان د نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې هالنډ ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز نړیوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې د هالنډ لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده، چې د ۱۶ هیوادونو دلوبډلو په ګډون د کرکټ شل اووریز نړیوال جام د مارچ په ۱۶مه، په بنګله دیش کې پیل شي.
د شل اووریز نړیوال جام د تمریناتو په لړ کې نن دافغانستان او هالنډ ترمنځ لوبه ترسره شوه، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه، افغانستان په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۰ منډې جوړې کړې . دافغانستان د ملي لوبډلې له لوري محم نبي ۴۰، کریم صادق او شفیق الله شفق ۳۹ ، ۳۹ منډې جوړې کړې.
د لوبې پر مهال باران وشو، چې ددې سیالۍ لوبڅارانو هالنډ ته په ۱۵ اورونو کې د ۱۲۲ منډو هدف ورکړ، خو دافغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د هالنډ ټوله لوبډله په دیارلسم اوور کې په ۸۶ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د۳۵ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري افتاب عالم ۴، حمزه هوتک ۳، محمد نبي او کریم صادق یو یو لوبغاړی وسوځول.
افغانستان به د مارچ په ۱۴ مه، خپله دویمه تمریناتي لوبه له زیمبابوی سره ترسره کوي.
دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ اجرايیوی رییس ډاکټر نور محمد مراد پر دې بریا ملي لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcirqav.t1ayv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته