دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 87706
صدیقي: افغان ځواکونه لا هم د نړېوالو مرستو ته اړتیا لري
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څرګندوي چې افغان حکومت په راتلونکې یوې لسیزې کې د نړیوالو مرستو ته ضرورت لري.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل:
″افغانستان، د ا فغانستان خلک لا هم د نړېوالې ټولنې پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.
موږ څه مخته تللي یوو او نن ورځ د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وړتیا په اړه هم په ښکاره خبرې کولی شو، د افغان ولس او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ موږ په تیرو دیارلس کلونو کې د ملي پولیسو او پوځ څښتان شو چې دا یوه ستره لاسته راوړنه ده″
صدیق صدیقي دا خبره په داسې وخت کې کوي، چې امریکا خبرداری ورکړی دی، که چیرته کابل له واشنګتن سره د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک نه کړي، ښایي له افغان پوځ سره د نړېوالو په مرستو کې خنډ رامنځته شي او هغه څه باندې څلور میلیارډه ډالر چې امریکا یې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته هرکال له افغان ځواکونو سره د مرستې ژمنه کړې ده له خطر سره مخامخ شي.
دا مساله پرون په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ هم په واشنګتن کې د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته د خبرو پر مهال وکړه:
″فکر کوم چې په ۲۰۱۵ کال کې به افغان ځواکونه ډیر ژر کمزوري شي. هغه څه چې په ۲۰۱۵ کال کې زموږ د ځواکونو له وتلو وروسته پیښیږي، داسې دي:
د پوځي واحدونو د اړتیا تیل به خلاص شي، د معاشونو سیستم به سم کار نه کوي، د وسایطو لپاره به اضافي پرزې نه وي، همداراز به وینو چې د افغان ځواکونو شمیر به کمیږي او په عملیاتو پسې به هم سم نه شي رسیدلی″
جنرال ډانفورډ زیاته کړه، که چیرته ټول نړیوال ځواکونه د کال ترپایه له افغانستانه ووځي نو د القاعده ترورستي ډله به بیا منسجمه شي او له سیمې به د لویدیځ پر ضد د بریدونو لپاره کار وا خلي.
له افغان ځواکونو سره تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د پوځي مرستو په اړه ناټو هم ویلي دي چې د واشنګتن او کابل امنیتي تړون ته انتظار کوي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت لپاره یوه قانوني چوکاټ ته اړتیا شته چې دې ته د کابل او واشنګتن تر منځ د امنیتي همکاریو د تړون لاسلیکول لاره هوارولی شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfvedc.w6dexaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته