دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 87788
د کرکټ د شل اوریزو نړېوال جام لومړۍ سیالۍ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ده
سبا په بنګله دیش کې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبې پیلیږې. لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه هېواد بنګله دیش ترمنځ په میرپور ښار کې د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو پیلیږي.
دوهمه لوبه د مازدیګر په شپږو بجو د هانګ کانګ او نیپال د لوبډلو ترمنځ تر سره کیږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مشر فرید هوتک آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري.
د شل اورونو د نړېوال جام د لوبو د چمتووالي لپاره تېره اوونۍ افغان ټیم دوې لوبې وکړې؛ لومړۍ لوبه یې د مارچ په دولسمه له هالنډ څخه په پنځه دېرش منډو وګټله؛ خو دوهمه لوبه یې د مارچ په څوارلسمه د زیمباوې ټیم ته په اوو ویکټو بایللې وه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfcedc.w6decaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته