دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 87815
قاسمیار: ازاد شویو طالب مشرانو د سولې له بهیر سره همکاري نه ده کړې
د سولې د عالي شورا ځینې چارواکي وایي چې؛ د پاکستان له زندان څخه لسګونوآزاد شویو طالب مشرانو د دوی د توقع خلاف د سولې له پروسې سره هیڅ ډول همکاري نه ده کړې.
د دې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیارنن آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا طالبان د هغه میکانیزم پراساس آزاد نشول چې له مخکې نه پرې موافقه شوې وه.
پاکستان له تیر یوه کال راهیسې له خپلو زندانونو څخه شااوخوا دېرش طالبان آزاد کړي، خو تراوسه یې د اکثرو سرنوشت نامعلوم دی.
په همدې حال کې ځینې پخواني طالب مشران وایي چې؛ آزاد شوي طالب مشران لاهم د پاکستان ترنفوذ او کنټرول لاندې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgn797.ak9uq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته