دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 87893
د کرکټ نړیوال جام لوبې نن پيلیږي
تاند – د کرکټ د نړیوال جام لوبو لومړۍ یوه نن په میرپور کې د کوربه بنګله دیش او افغانستان د لوبډلو تر منځ ده..دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین دوې بجې شروع کیږي او د دواړو ډلو لپاره خورا مهمه مسابقه ده ځکه چې په الف ګروپ کې، افغانستان، بنګله دیش، نیپال او هانګ کانګ سره یوځای شوي او په ( ب) ټیم کې زیمبابوې، ایرلنډ، متحد امارات او هالنډ سره یوځای شوې دي. له دغو دوو ګروپونو یوازې یو ټیم دوهم پړاو ته وځي او بیا د نړۍ له نورو پیاوړو لوبډلو سره مسابقې کوي.
په الف ګروپ کې افغانستان او بنګله دیش هر یو داسې اټکل کوي چې له نیپال او هانګ څخه په اسانی لوبه ګټلی شي نو د همدې لپاره ننۍ لوبه دواړو ډلو ته ډیر اهمیت لري. دا لوبه به ډیره احساساتي هم وي، ځکه بنګالیانو مخکې لا ویلي وو چې له افغانستانه به د اسیایي لوبو د بایللو غچ اخلي او افغانستان په دې پوهیږي که یې چیرته ننۍ لوبه بایلوده نو دوهم پړاو ته یې د وتلو چانس خورا کمزوری کیږي.
کومه لوبډله برلاسه ده:
د افغانستان برلاسی دا ده چې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې یې د اسیایي اتلولیو په لوبه کې بنګله دیش ته ماتې ورکړه. په افغان لوبډله کې شاپور او دولت نوی توپ ښه لوبوي. محمد نبي، سمیع الله شینواری او حمزه هوتک ښه ورو توپ اچوي. تیره اونۍ د دې جام لپاره افغانستان دوې دوستانه لوبې وکړې.
د مارچ په ۱۲ افغانستان هالنډ ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه. په دې لوبه کې افغانستان افتاب علم ولوباوه چې په اسیایي لوبو کې نه و لوبیدلي. افتاب علم د هالنډ څلور لوبغاړي وسوځول، کیدای شي چې دغه باولر هم په ننۍ لوبه کې ونیول شي.
د میرپور کرکټ لوبغالي میدان چې نن لوبه پکې کیږي د بیټنګ لپاره مساعد دی او نن چې کله لوبه پيلیږي په هغه وخت کې به هوا لږ سړه وي. خو د اسیایي هیوادو په اتلولیو کې چې سریلانکا وګټله د افغانستان د لوبډلې کمزوری اړخ بیټنګ و، په دې لوبو کې د افغانستان پیاوړی بیټسمن شهزاد ښه ونه ځلید که چیرته هغه همداسې لوبه وکړي نو پر افغانستان به فشار زیات شي.
په تیرو دو دوستانه لوبو کې افغانستان شفیق الله ته چانس ورکړ، دغه لوبغاړي د مارچ په ۱۲ له هالنډ سره ۳۹ منډې په ۲۶ توپونو وکړې، همدغه لوبغاړي د مارچ په ۱۴ له زیمبابوې سره په مسابقه کې ۳۱ منډې وکړې. کیدای شي چې ده ته په ننۍ لوبه کې چانس ورکړل شي. له زیمبابوې سره په لوبه کې بل نوی بیټسمین نجیب الله ترکی و چې ۲۹ منډې یې جوړې کړې.
که هر نوی لوبغاړي په ټیم کې نیول کیږي بیا هم افغان لوبډله د بیټنګ په برخه کې پر شهزاد، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، نوروز منګل، ستانکزی او سمیع الله شینواري اتکا کوي او پکار ده چې دغه لوبغاړي خپله لوبه کنټرول کړي. د دې لپاره چې لوبه د شل اورونو ده ورسره د منډو په جوړیدو کې تیزي او په باولنګ کې لږ منډې ورکول پکار دي. د افغانستان په ټیم کې محمد نبي تر اوسه تیزې منډې جوړې کړې دي د ده د تیزي کچه ۱۲۹ اعشاریه ۶۴ ده او شنیواري تر اوسه لږې منډې په باولنګ کې ورکړې دي د ده ورکړې نومرې ۵ اعشاریه ۸۷ ته رسیږي.
بل لور ته د بنګله دیش ټیم هغه ټیم نه دی چې د روانې میاشت په لومړیو کې یې له افغانستانه لوبه بایلوده، په دې ټیم کې غالبا دوه تکړه تجربه کاره لوبغاړي تمیم اقتبال او مشرف مرتضی چې ټپیان وو بیرته لوبډلې ته ستانه شوي. د بنګله دیش بل چانس دا دی چې لوبه یې په خپل کور کې ده او د میرپور د سټیډیوم ټول ټکټونه پلورل شوې دي. د لسګونو زرو لیدونکو په نارو او هلهلو کې بیا افغان لوبغاړي افغان زړه غواړي.
د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکي کبیر خان په بنګه دیش کې رسنیو ته وویل « کله چې څوک په نړیوال جام کې کوربه وي، غواړي چې په لوبو کې پاتې شي ځکه چې له اوټ کیدو سره ډیر فشار پرې راځي نو زما په باور بنګله دیش له دې کبله له ډير فشار سره مخامخ دی».
د بنګله دیش پیلونکي توپ ویشتونکی تیم اقبال بیا وویل « زه ډاډه یم که چرته موږ خپلې تیروتنې لږ کړو، موږ د یوه ټیم په بڼه ډاډه یوو چې څه ته چې په ننۍ لوبه کې ډیره اړتیا لرو هغه ترلاسه کړو».
د شل اورونو په نړیوال جام کې د افغانستان او کوربه هیواد بنګله دیش تر څنګ استرالیا، انګلستان، هانګ کانګ، هند، ایرلنډ، نیپال، هالنډ، نیوزیلنډ، پاکستان، جنوبي افریقا، سریلانکا، عربي متحد امارات، ویسټ اینډیز او زیمبابوې برخه اخیستې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc14q4.2bqmo8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته