دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 87938
د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې اسماني تندر لوېدلی دی.
د خوګياڼو ولسوال محمد اسلم الله یار ازادۍ راډیو ته ویلي؛ چې نن سهار وختي د دې ولسوالۍ د زاوې اړوند په اسمان کلي کې پر یوه کور اسماني تندر لویدلی؛ چې د یوې کورنۍ یوه میرمن وژل شوې او دوه ماشومان زخميان شوي دي.
نوموړي وویل، چې زخمیان روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc4oq4.2bqm18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته