دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 88013
جمهوررئیس حامدکرزي په فاریاب کې تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي هغه تروریستي ځان مرګی برید په کلکه وغانده چې له امله یې د فاریاب په ولایت کې ۱۵ ملکي وګړي ووژل شول.
د فاریاب ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخې د افغانستان د خلکو د ښمنانو په یو ریکشا کې د چاودیدونکو توکو په ځای پرځای کولو سره نن سهار د میمنې په ښارکې د عامو خلکو په منځ کې په یو تروریستي ځان مرګي برید لاس پورې کړ چې له امله یې ۱۵ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۲۷ نور ټپیان شول.
جمهوررئیس حامدکرزي دغه تروریستي ځان مرګی برید په کلکه وغانده او د دا ډول بشري جنایتونو ترسره کولو یې د هغو مزدورو عناصرو کار وباله چې د پردیو د ناوړو اهدافو لپاره مسلمانان وژني او په افغانستان کې نا امني رامنځته کوي.
د هېواد جمهوررئیس له دغې غمجنې پیښې څخه له خبریدو وروسته، سملاسي د عامې روغتیا له وزیرې او د فاریاب له والي سره ټلیفوني خبرې وکړې او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د دغه تروریستي برید له زیانمنو شویو سره لازمې بیړنۍ مرستې وکړي.
جمهوررئیس حامدکرزی د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxvn6.23n6zdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته