د کندهار د میوند ولسوالي دوه چارواکي د نشه يي موادو د قاچاق په تور څارنوالي ته معرفي شول.
تر اوسه تورنو کسانو رسنیو ته پر دوی د لګیدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې په څو ولسوالیو کې پنځلس کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.