دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۹
د مطلب کود : 88116
خلیلي: امریکا او ناټو دې خپل تجهیزات افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري
افغان لوړ پوړي چارواکي له امریکا او ناټو غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو تجهیزولو ته ډیر پام وکړي.
د افغانستان د جمهور رییس دویم مرستیال محمد کریم خلیلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ملي اردو د سلګونو افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې افغان ځواکونه ډیر پیاوړي شوي خو لا هم له تجهیزاتي پلوه ډیرې نیمګړتیاوې لري.
دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي، چې په راپورونو کې وویل شول، چې امریکا پر دې بحث کوي چې په افغانستان کې د خپلو پوځي تجهیزاتو ډیره برخه پاکستان ته ورکړي.
افغان چارواکي د هغو راپوورنو په خپریدو سخت اندیښمن شوي، چې وایي متحده ایالات پردې بحث کوي چې په افغانستان کې د خپلو پوځي تجهیزاتو ډیره برخه پاکستان ته ورکړي.
ان دې مسالې د جمهور رییس کرزي دویم مرستیال محمد کریم خلیلي هم وهڅاوه، چې له امریکا او ناټو نه وغواړي چې؛ خپل تجهیزات د پاکستان پرځای خپل ستراتیژیک ملګري افغانستان ته ورکړي.
ښاغلي خلیلي د چهارشنبې په ورځ له پوځي اکاډمۍ څخه د ملي اردو د سلګونو افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې امریکا او ناټو باید د افغان امنیتي ځواکونو له اړتیا او د افغانانو له غوښتنو سره سم خپل تجهیزات دوی ته وسپاري:
"خپل تجهیزات یا په ډیر لګښت سره لیږدوﺉ او یا هم لکه چې موږ اورو په دې برخه کې نورې پریکړې کوﺉ.
زموږ غوښتنه دا ده، هغه څه چې له تاسو پاتې کیږي زموږ امنیتي ځواکونو ته یې وسپارﺉ.
دا زموږ د خلکو او ملي اردو غوښتنه ده د دې پرځای چې دا تجهیزات تخریب شي باید ورڅخه ګټه پورته شي."
تردې وړاندې ځینو لویدیځو رسنیو راپور ورکړی وو، چې امریکایي چارواکي پردې سلا مشوره کوي چې په افغانستان کې خپل پوځي وسایط او تجهیزات پاکستان ته ورکړي.
ان په راپورونو کې ویل شوي، چې د دې تجهیزاتو ارزښت اوه میلیارده ډالرو ته رسیږي او ډیره برخه یې ممکن پاکستان ته ورکړې شي.
افغان چاروکو تر دې وړاندې هم په څو ځلو ویلي، چې دوی په افغانستان کې له میشتو نړېوالو ځواکونو نه غوښتي چې خپل تجهیزات او پوځي وسایط افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي ترڅو په ښه ډول د خپل هېواد امنیت ټینګ او د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزی هم وایي، چې د دې هېواد د ملي اردو ځواکونه او پولیس د تجهیزاتو له پلوه ډیرې ستونزې لري او باید ناټو او امریکا خپل تجهیزات د نورو هېوادونو پرځای چې اشاره یې پاکستان ته وه دوی ته ورکړي:
"د ملي اردو له اکمالاتو او تجهیزاتو نه هم تر اوسه موږ راضي نه یو او د پولیسو له تجهیزاتو خو بیخي نه یو راضي.
په دې وروستیو کې داسې اورو، چې زموږ نړېوال ملګري غواړي چې د لارې پر سرخپل دا تجهیزات ځینو نورو هېوادونو ته ورکړي موږ ته یې نه راکوي.
دا ډیره مایوسونکې خبره دا او هیله لرو چې داسې نه وي."
که څه هم تر اوسه امریکا او ناټو د افغان لوړ پوړو چارواکو د دې غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې څرګنده کړې چې افغان امنیتي ځواکونه دا ظرفیت نه لري چې د دوی تجهیزات وکاروي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو اوس دا ظرفیت پیدا کړی چې له دې تجهیزاتونه ګټه پورته کړي.
څیړونکي هم په دې اړه ضد او نقیض نظرونه لري، ځیني یې د مختلفو دلایلو له امله د بهرنیو ځواکونو تجهیزات د افغان امنیتي ځواکونو په ګټه نه بولي، خو ډیر شمېر یې په دې باور دي چې له دې سره افغان امنیتي ځواکونه ډیر پیاوړي کیږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb08bw.rhbw8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته