کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دارالامان کې د انتخاباتو پر ساحوي دفتر برید د ۱۰ تنو په وژلو پای ته ورسېد

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 حمل 1393 ساعت 17:16


د کابل په دارالامان سیمه کې د ولسمشرۍ د مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي د کور او د ملي اردو د جلب و جذب مرکز ته څېرمه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر یوه ساحوي دفتر د وسله والو ځانمرګو برید پای ته نه ورسېد.

د وروستیو راپور پر اساس په دې برید کې ۵ سرزوري حمله کوونکي، ۲ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مامورین، دوه پولیس او یو د ولایتي شورا کاندید وژل شوي دي.

شاهدان وايي چې پولیسو د انتحاریانو په ځپلو کې فوق العاده مهارت وښود او بې له دې چې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله واوړي، سرزوري یې له منځه یووړل.


د مطلب کود: 88349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88349/په-دارالامان-کې-د-انتخاباتو-پر-ساحوي-دفتر-برید-۱۰-تنو-وژلو-پای-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com