کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 حمل 1393 ساعت 15:30


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د افغانستان پرسرحدي امنیتي پوستو د حملو د ډېرېدو په غبرګون کې د نوموړي هېواد سفیردې وزارت ته وروغوښت.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن وویل چې؛ دا اقدام د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لارښوونې سره سم شوی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې؛ پر سرحدي پوستو د حملو د زیاتېدو په غبرګون کې د دې هیواد اعتراض پاکستانیو چارواکو ته ورسوي.
په همدې حال کې د افغانستان د سرحدي پولیسو عمومي قومندان هم وایي چې؛ د پاکستان له خاورې د افغانستان په سرحدي پوستو حملې زیاتې شوي دي.


د مطلب کود: 88691

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88691/د-افغانستان-بهرنیو-چارو-وزارت-پاکستان-سفیر-احضار-کړ

آوا
  https://www.avapress.com