کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"بریتانیا دې د دوی د عسکرو له خوا په هلمند کې د افغانانو د وژلو په اړه وضاحت ورکړي"

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 حمل 1393 ساعت 15:37


د افغانستان د ملي امنیت شورا د بریتانیا له حکومت څخه د هغه خبر د وضاحت غوښتنه کړې چې؛ ویل کیږي، په هلمند ولایت کې د یوه امر له مخې بریټانوي ځواکونو بې له کوم دلیله افغانان وژلي دي.
د ملي امنیت د شورا له خوا دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې؛ د مارچ په دوه ویشتمه دیلي میل ورځپاڼې د بریټانیې د پوځ د یوه افسر په حواله لیکلي وو؛ چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ دوی ته امر شوی و؛ چې پر افغانانو له دلیل پرته ډزې وکړي.
ویل کیږي، د همدې امر له مخې یو شمیر افغانان د بریټانیې د عسکرو له خوا ووژل شول.
د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپلې پرونۍ غونډه کې د بريټانیې له حکومت وغوښتل چې؛ د دې خبرې سپیناوی وکړي.
د بریټانیې حکومت تر اوسه پورې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.


د مطلب کود: 88695

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88695/بریتانیا-دې-د-دوی-عسکرو-له-خوا-په-هلمند-کې-افغانانو-وژلو-اړه-وضاحت-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com