د ملي امنیت عمومي ریاست وايي په فاریاب ولایت کې یې د تېرې میاشتې د انتحاري حملې پلان جوړونکی نیولی دی.
د دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې؛ دا کس له یو اندازه وسلو او مهماتو سره نیول شوی دی.
د اعلامیې له مخې نیول شوی کس اعتراف کړی چې؛ د طالبانو د یوه قومندان په امر یې دا حمله پلان کړې وه.
تېره میاشت په میمنې ښار کې په دې حملې کې اولس کسان ووژل شول او اوه ویشت نور ټپيان شول.