کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل ولایت کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان د ملي پولیسو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 حمل 1393 ساعت 18:11


د ملي پولیسو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو په پایله کې چې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ اړوند سیمې کې ترسره کړل، ۱۵ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۲ تنه د ملي پولیسو ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
دغه عملیات تېره ورځ د یادو ځواکونو له لورې د صیاد ولسوالۍ اړوند سیمې د دولت وسله والو مخالفینو څخه د پاکوالي په موخه ترسره شوي وو.
د وژل شوو وسله وال طالبان څخه یوه اندازه وسلۍ او مهمات هم د ملي پولیسو لاس ته ورغلې دي او ځایي ولسي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی .
د هېواد ملی پوليس د هرې ورځې په تېرېدو سره د پياوړتيا په حال کې دي او تل دا هڅه کوي چې د ورانکارو کړنو مخه ونيسي ترڅو هغه ترهګرو ته چې غواړي د هېواد سولې او ثبات ته خنډ وګرځي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي .


د مطلب کود: 88719

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88719/په-سرپل-ولایت-کې-۱۵-تنه-وسله-وال-طالبان-د-ملي-پولیسو-ځانګړو-عملیاتو-پایله-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com