دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 88979
ولسمشر کرزي له خلکو او امنیتي ځواکونو مننه وکړه
تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ټول ملت ته د بریالیو انتخاباتو په خاطر مبارکي وویله او له امنیتي ځواکونو څخه یې مننه وکړه چې امنیت یې ټینګ وساته.
ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له انتخاباتو وروسته په یوه پیغام کې وویل چې ټاکنې د «تروریستانو» د حملو له ګواښونو سره سره بریالۍ وې.
ده وویل چې د طالبانو حملې تر هغه څه خورا لږې وې چې اندېښنه یې کېده.
ولسمشر وویل په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون ثابته کړه چې افغانان ولسواک او د پوهې او بصیرت خاوندان دي.
طالبانو تر انتخاباتو مخکې نه یوازې په اعلامیو کې خلکو، د انتخاباتو کارکوونکو او څارونکو ته د مرګ خبرداري ورکړل، بلکې په کلیو کې یې پر له پسې هڅه وکړه چې خلک په انتخاباتو کې له ګډونه د راګرځولو لپاره هغوی په مرګ تهدید کړي.
خو ټول راپورونه ښيي چې په دې انتخاباتو کې تر توقع زیات شمېر خلکو ګډون وکړ، حال دا چې د طالبانو د خبرداریو تر څنګ په ډېرو ولایتونو کې هوا خرابه وه، باران اورېده او تالنده هم ورسره ملګرې وه.
کرزي وویل، د افغانستان خلکو نن په انتخاباتو کې په ګډون سره یوه لویه بریا ترلاسه کړه.
ده وویل:«له سړې هوا او له احتمالي تروریستي حملو سره سره زموږ خویندو – وروڼو په ټول هیواد کې په انتخاباتو کې برخه واخیسته، د دوی دا ګډون یو مخ په وړاندې ګام دی او دا د افغانستان لپاره یوه کامیابي ده.»
طالبانو د هیواد په یو شمېر سیمو کې د انتخاباتو پر مرکزونو بریدونه وکړل خو راپورونه وايي چې د طالبانو بریدونه محدود ول مګر په ډېرو جنوبي او شرقي ولایتونو کې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په مخنیوي کې تر یوه حده بریالي شول.
د جنوبي واو ختیځو ولایتونو ډېرو خلکو شکایت وکړ چې طالبانو پرې نښودل چې رایې استعمال کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم وویل چې څه باندې ۲۰۰ نور مرکزونه یې د امنیتي ګواښونو له کبله خلاص نه کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci33av.t1avy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته