دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 89016
د م.م. امنیت شورا د افغانستان د انتخاباتو هرکلی وکړ
تاند- د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو هرکلی وکړ او د افغانستان په ټولو سیاسي او نفوذ لرونکو خواوو یې ږغ وکړ چې د انتخاباتي بهیر او موسساتو درناوی وکړي.
د ملګروملتو د امنیت شورا پنځلس غړیو هیوادونو په یوه اعلامیه کې ویلي دي:«د امنیت شورا غړي د افغانستان د دیموکراتیک پرمختګ او انتقال لپاره د دغو تاریخي انتخاباتو پر اهمیت ټینګار کوي.»
د امنیت شورا په اعلامیه کې همداراز ویل شوي:«د امنیت شورا غړي په انتخاباتو کې د افغانانو د ګډون او زړورتیا ستاینه کوي چې د طالبانو او نورو سرزورو او تروریستو ډلو له ګواښونو او خبرداریو سره سره یې د رایو بکسونو ته خپلې رایې واچولې.»
امنیت شورا د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د افغانانو د مشرتابه هڅې وستایلې، ویې ویل چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په شمول د افغانستان د انتخاباتي ادارو د رول اهمیت تاییدوي.
امنیت شورا د انتخاباتو د امنیت په ساتلو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د اجرااتو ستاینه هم کړې او د افغانستان پر حکومت یې ږغ کړی چې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د افغانستان د ثبات او امنیت له ګواښونکو سره مقابلې ته دوام ورکړي.
د ملګروملتو امنیت شورا د هغو کسانو اقدامات غندلي چې د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره یې د انتخاباتو د پرسونل او کاندیدانو په ګډون یې پر ملکیانو تروریستي بریدونه وکړل.
د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې دا شورا د افغانستان د حالاتو د بې ثباته کولو لپاره د طالبانو، القاعده او نورو تاوتریخجنو او سخت دریځو او غیرقانوني وسله والو ډلو ترهګر او له تشدده ډک فعالیتونه غندي.
د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن، د بریتانیا حکومت، د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې او د امریکا مشرانو د افغانستان انتخابات بریالي بللي او د هغو هرکلی یې کړی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb0gbw.rhb98p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته