دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 89020
په کابل کښې د ایران سفارت په بریالي ډول د افغانستان د پرونیو ټاکنو ترسره کیدلو مبارکي وویله (خبري راپور وروستي بدلونونه)
 د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت نن په یوه بیانیه کښې وویل پرونۍ ټاکنې د خپل برخلیک په ټاکلو کښې د افغانستان د بیلا بیلو پرګنو د ارادې جلوه وبلله او ويي ویل په دغو ټاکنو کښې ګډون کوونکو، کاندیدانو، د ټاکنو ترسره کوونکو، اسلامي حکومت او ملت ته مبارکي وایو،چې له ډول ډول خطرونو او ستونزو سره سره يې په میړانه د رایو صندوقونو ته ولاړل او ملي وحدت او انسجام يې نندارې ته وړاندې کړ .
همدغه راز د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په وړاندې خنډونه جوړول وغندل .
د مصر د الشرق الاوسط خبرې آژانس د ر اپور له مخې د ملګرو ملتو امنیت شورا بیګا په یوه بیانیه کښې د انتخاباتو هرکلی وکړ او د افغانستان په ټولو سیاسي او نفوذ لرونکو خواوو یې ږغ وکړ چې د انتخاباتي بهیر او موسساتو درناوی وکړي.
د ملګروملتو د امنیت شورا پنځلس غړیو هیوادونو په یوه اعلامیه کې ویلي ،د امنیت شورا غړي د افغانستان د دیموکراتیک پرمختګ او انتقال لپاره د دغو تاریخي انتخاباتو پر اهمیت ټینګار کوي او د ټاکنو د کارکونکو، مسؤلانو ،کاندیدانو او افغانانو پرضد هر ډول ترهه ګرې حملې غندي.
د امنیت شورا په اعلامیه کې همداراز ویل شوي ،د امنیت شورا غړي په انتخاباتو کې د افغانانو د ګډون او زړورتیا ستاینه کوي چې د طالبانو او نورو سرزورو او تروریستو ډلو له ګواښونو او خبرداریو سره سره یې د رایو بکسونو ته خپلې رایې واچولې.
امنیت شورا د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د افغانانو د مشرتابه هڅې وستایلې، ویې ویل چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په شمول د افغانستان د انتخاباتي ادارو د رول اهمیت تاییدوي.
امنیت شورا د انتخاباتو د امنیت په ساتلو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د اجرااتو ستاینه هم کړې او د افغانستان پر حکومت یې ږغ کړی چې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د افغانستان د ثبات او امنیت له ګواښونکو سره مقابلې ته دوام ورکړي.
د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې دا شورا د افغانستان د حالاتو د بې ثباته کولو لپاره د طالبانو، القاعده او نورو تاوتریخجنو او سخت دریځو او غیرقانوني وسله والو ډلو ترهګر او له تشدده ډک فعالیتونه غندي.
همدغه راز یو بل خبر وايي،چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، دا چې په ځینو مرکزونو کې د رایې ورکونې پاڼې ډېر ژر خلاصې شوې دوي ته یې ځیني شکونه پیدا کړل.
د دغه کمیسیون رییس عبدالستارسعادت وویل، هر یوه انتخاباتي مرکز ته ۶۰۰ رایې پاڼې ویشل شوې وې،چې د ډکولو او اچولو پروسه یې لس ساعته وخت نیسي خو دا چې دا پاڼې په ځینو مرکزونو کې په څه کم پنځو ساعتونو کې خلاصې شوې باید وڅیړل شي.
ښاغلي سعادت وویل، داسې هم کیدای شي چې په دغو مرکزونو کې دې درغلۍ شوې وي خو دا مساله به د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره په ګډه جدا وڅیړي.
دا په داسي حال کښې دي،چې د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو د کمیسون ویندويي نادرمحسني وايي چې تراوسه ورته د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه ۱۲۶۹ شکایتونه ورسیدلي دي، چې زیاتره يې ټلفونې دي او دغه کمیسون مستدل شکایتونه څیړي ،چې زیاتره یې د رایو د پاڼو د کمښت، د رایو د مرکزونو په پرانیستلو کښې د ځنډ، د رایو د جعلي کارتونو د کارولو او د ځینو کسانو د لاسوهنې په اړه دي.
له بلي خوا د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو کاندیدا زلمي رسول ویلي دي،چې د ټاکنو د رایو د پایلو په اړه څرګندونې وارمخکې اقدامات دي او ويي ویل چې ټول باید د قانون درناوی وکړي ،البته شک نشته چې د افغانستان په ځینو سیمو کښې د ټاکنو په مهال ځینې ستونزې لیدل شوي،خو د حل لپاره یې کمیسون شته ،څو د خلکو رایو ته خیانت ونه شي او هیله من یو د رایو مشروع پایلې افغانانو ته د منلو وي.
همدغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوى قوماندان د ټاکنو د امنيت په ټينګولو کې د افغان ملي ځواکونو ستاينه وکړه.
په کابل کې د بهرنیوځواکونو (ايساف) د مطبوعاتي دفتر له خوا خپري شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ځواکونو لوى قوماندان جنرال ډنفورډ، د افغانستان د ټاکنو په برياليتوب ترسره کېدنه، افغانانو او د دغه هېواد ملي ځواکونو ته مبارکي ويلې ده.
هغه زياته کړې، چې د افغان ملي ځواکونو له خوا د ښو امنيتي اقداماتو او د ډاډمنې امنيتي فضا برابرول د دې لامل شول، چې زرګونه کسان په هر ځاى کې د رايو اچولو په کتارونو کې ودرېدل او خپلې رايې وکارولې.
د ډنفورډ په وينا، په دغو امنيتي اقداماتو سره پر افغان ملي ځواکونو د افغانانو باور او اعتماد نور هم زيات شو او د افغانستان ولس بايد پر خپلو ملي ځواکونو ووياړي.
هغه زياته کړې، چې له ډېرو مياشتو راهيسې افغان ملي ځواکونو د دغو ټاکنو د امنيت لپاره پلانونه جوړول او تمرينات يې ترسره کړي دي.
یو بل خبر وايي یو شمیر وسله والو نن په مزارشريف ښار کې د رايو د صندوقونو پر عمومي ګودام بريد کړى، خو کوم زيان يې نه دى ور اړولى.
د افغانستان د امنیتي ارګانونو نوي شمیرني ښيي چې د انتخاباتو په ورځ ټول درویش ملکيان او پوځيان وژل شوي او له سلو ډیر ټپيان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو نن وویل ؛ په وژل شویو کې څلور ملکيان؛ ۱۲پولیس او اوه د ملي اردو عسکر شامل دي.
د دې شمیرنو له مخې درې څلویښت ملکيان، د ملي اردو پنځه څلویښت سرتیري او پنځلس پولیس ټپيان شوي دي.
د دفاع وزارت وايي چې، تېره ورځ ۱۶۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او۸۲نور ټپيان شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgzz97.ak9yx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته