کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ کې د طالبانو نومول شوی والي له ۱۷ قومندانانو سره ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 حمل 1393 ساعت 14:58


د افغانستان د ملي امنیت ریاست مسوولین وایي چې؛ د کونړ لپاره د طالبانو نومول شوی والي له اولسو نورو افغان او پاکستانیو طالب قومندانانو سره ووژل شول.
د ملي امنیت عمومي ریاست نن وویل چې؛ دا کسان تېره شپه په شیګل ولسوالۍ کې په یوې هوايي حملې کې هغه وخت ووژل شول چې؛ یوه غونډه یې جوړه کړې وه.
په اعلامیې کې نه دي ویل شوي چې؛ دا حمله د چا له خوا شوې.
خو تر دې مخکې ځینو سیمه یېزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي وو؛ چې دا کسان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حملې کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 89124

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89124/په-کونړ-کې-د-طالبانو-نومول-شوی-والي-له-۱۷-قومندانانو-سره-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com