دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۰۰:۵۹
د مطلب کود : 89173
"سږ کال څه باندې یولک ځوانان عالي اونیمه عالي موسسو ته جذب شوي"
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له ډیرانتظاروروسته د سې شنبې په مازدیګرد ۱۳۹۲ لمریزکال د کانورنتایج اعلان کړل.
د لوړو زده کړو وزیر وویل چې سږ کال څه باندې یولک ځوانان اونجونې د دې وزارت عالي اونیمه عالي موسسو ته جذب شوي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کانکوراعلان شوي نتایج ښیي چې پنځه پنځوس زره فارغین عالي موسسو ته او پنځه پنځوس زره هم نیمه عالي تحصیلي موسسوته جذب شوي دي.
د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید د سې شنبې په مازدیګرپه کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د کانکورنتایج اعلان کړل.
ده وویل چې د لوړو زده کړو خصوصي تحصیلي موسسو هم ژمنه کړې چې؛ شاوخوا پنځه ویشت زره د دولسمو ټولګيو هغه فارغین چې د کانکورپه آزموینه کې پاتې راغلي په کم فیس جذبوي:
"سږکال چې تاسو ته یو ښه پیغام لرم هغه دا دی چې؛ ګډونوال یا بریالي شوي او یاهم ناکامه پاتې دي. یعنې سږکال بې نتیجې کسان نشته."
ډاکټرعبید وویل چې، د شهرې په نوم یوه نجلۍ چې د بلخ ولایت اوسیدونکې ده درې سوه دوه پنځوس نمرې ګټلي او په لومړۍ درجه معالجوي طب ته بریالۍ شوې ده.
ښاغلي عبید وویل چې، د ۱۳۹۲ لمریزکال د کانکورپه آزموینې کې څه باندې دوه لکه اته ویشت زره د دولسمو ټولګیو فارغینو برخه اخیستې وه چې؛ څه باندې نوي زره یې ناکامه شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکو همدا راز ډاډ ورکړ چې؛ د پوهنې وزارت هم سږکال شاوخوا اتیا زره ځوانان خپلو نیمه عالي تعلیمي موسسو ته جذبوي.
د لوړو زده کړو وزیر وویل چې؛ د کانکورآزموینه په شفافه توګه اخیستل شوې او هرڅوک چې شکایت ولري؛ کولای شي، په مرکز کابل او پنځو حوزو کې خپل شکایتونه ثبت کړي:
"سږکال مو د درنو محصلینو لپاره د آسانتیا په هدف کمیسیون جوړ کړی چې؛ د ځوانانو اونجونو لپاره حوزې لري.
دوی کولای شي که شکایت ولري چې تریوې میاشتې دې کمیسیون ته مراجعه وکړي او شکایت ته به یې هرو مرو رسیدګي کیږي. انشاالله چې هیڅ ستونزه به پاتې نشي."
په تېرو کلونوکې د کانکورد نتایجوله اعلانېدو سره سم سلګونه ځوانان چې بې نتیجې او یاهم ناکامه پاتې کېدل؛ نو د کانکور په آزموینه کې به یې د شفافیت له نشتوالي نه شکایتونه کول.
سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت وایي چې؛ سږکال یې د کانکورآزموینه په شفافه توګه اونوي سیسټم اخیستې؛ خو د کانکور د آزموینې پرمهال په ځینو ولایتونو کې د درغلیو ډیر راپورونه خپاره شول.
حتی له همدې امله په ځینو ولایتونو کې د کانکور آزموینې د دویم ځل لپاره واخیستل شوې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfmydc.w6d1eaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته