دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 89366
ابراهیمي: د انتخاباتو کمیسیونو چارواکي دې د کوم کاندید تر اغیز لاندې رانه شي
د ولسي جرګې رییس د انتخاباتي چارو له دواړو کمیسیونونو څخه وغوښتل؛ چې د خلکو رایو ته احترام وکړي او د کوم کاندید تر اغیز لاندې را نه شي.
عبدالروف ابراهیمي، نن ددې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې خلکو له ګواښونو سره سره په انتخاباتو کې په ډیره لیوالتیا برخه واخیسته او باید چې رایې یې بې ځایه ولاړې نه شي.
ټاکل شوې د انتخاباتو خپلواک کمسیون نن د ورځې په جریان کې د انتخاباتو قسمي نتیجې اعلان کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjmteo.uqehmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته